ولسمشر غني د زابل ولایت د ریاستونو د ارزونې سپارښتنه وکړه

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : لسمشر محمد اشرف غني د زابل مشرانو ته د دغه ولايت د رياستونو د ارزونې او د رڼې پروسې له لارې د ګومارنې تر څنګ د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د ولسونو اقدام د قدر وړ وباله. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون غرمه د زابل ولايت له مشرانو، ديني علماوو او استازو سره په ارګ کې وکتل او د دوی سيمه ييزې ستونزې یې واورېدې. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د زابل والي ته لارښوونه وکړه، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له لارې دې د زابل ولايت د رياستونو ارزونه وشي او د شفافې پروسې له لارې دې وړ کدرونه مقرر شي. هغه زياته کړه، د اړوندو وزارتونو له لوري به ستاسو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي. هغه د زابل له مشرانو وغوښتل چې د سولې له يو منظم پلان سره راشي. همداراز د زابل والي خيال محمد حسيني په زابل ولايت کې د پوهنې، روغتيايي، امنيت، د پوليسو د تشکيلاتو د کمبود او ادارو کې د شته فساد ستونزې له ولسمشر سره شريکې کړې. په مشرانو جرګه د زابل د خلکو استازی زلمي زابلي د زابل پوهنتون د ودانۍ جوړولو، د هوايي ډګر د رغولو، د ځوانو کدرونو د استخدام په اړه غوښتنې او وړانديزونه مطرح کړل.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه