په ارزګان کي ۴۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د ارزګان امنتي مسوولين خبر ورکوي چي په دې ولايت کي يي د روان عملياتو پر مهال ۴۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
دا عمليات تازه ارزګان د مرکز ترينکوټ په خانقا سیمه کي پيل سوي او د طالبانو پټنځايونه يي هم په نښه کړي دي .
پوليسو د لومړي کنډک قومندان څارن زين الله د عملياتو په سيمه کي رسنيو ته ويلي ، چي تر دې مهاله ۳۰ وسله وال وژل سوي او پنځلس نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، د طالبانو څخه يې سپکي او درنې وسلې نیولي اوهغه سیمي چي طالب وسله والو پکښي ماينونه ښخ کړي د شنډولو چاري یې رواني دي.
په دې اړه وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه