عطا محمد نور: د مارچ په مياشت کي به په پنځلسو ولايتونو لوی لاريونونه وکړم

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د بلخ لرې کړل شوي والي د سترو لاریونونو د تر سره کولو خبرداری ورکړی دی. نوموړي په یوه ټوېټ کې په پنځلسو ولایتونو کې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د لاریونونو لپاره تیار شي. هغه د لاریون نېټه د مارچ لومړۍ ښودلې ده. تر دې وړاندې عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې ویلي وو، چې د لاریونونو له لارې به د استبدادیانو ښکر مات کړي. نوموړي ویلي چې د کابل په ګډون به یې په پنځلسو ولایتونو کې پلویان لاریونونه وکړي او د عدالت د تامین لپاره به خپل غږ اوچت کړي. عطا محمد نور له هغه وروسته دغه څرګندونې کړې، چې د جمعیت او ارګ تر منځ د خبرو د پایلې پاتې کېدو ګنګوسې خپرې شوې دي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه