د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : په هلمند کي باوري امنتي سرچيني خبر ورکوي ، چي د طالبانو يوه نفوذي تن په هلمند ولايت کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي او د هغوى وسلې يې له ځانه سره وړي دي.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن(د سلواغې په ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې پېښه د محمد رسول په نوم ديوه دولت پلوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې وه او پوسته يې هم له لاسه وتلې ده.

يادې امنيتي سرچينې وويل چې د طالبانو يوه نفوذي کس په دغو وسله والو کسانو کې ځاى پر ځاى شوى او بيا يې د پوستې پر غړو بريد کړى دى.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، پېښه پرون غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې د دري نفوذي کسانو لخوا رامنځته شوې چې د يوه قوماندان په ګډون يې ۱۶ کسان وژلي او ورسره ټول مهمات يې ترې وړې دي.

دولتي سرچينو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه