وزيري : د طالبانو د وروستيو بريدونو غچ مو اخستی دی

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۳ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وروستیو ۲۰ ورځو په پرله پسې عملیاتو کې یې له وسله والو د وروستیو خونړیو بریدونو غچ اخیستی دی.
که څه هم پخوا په افغانستان کې جګړې په ژمي کې کمېدې او په اوړي کې یې زور اخیست، خو سږنی ژمی که په افغانستان کې هوا سړه وه، خو په دې هېواد کې جګړه توده وه.
د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په بنسټ په افغانستان کې د وسله والو پر اهدافو د امریکا هوايي بریدونه په روان ژمي کې زیات شول.
د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د وسله والو د ځپنې په هدف یې په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هوايي او ځمکني عملیات کړي او لا هم روان دی.
افغان او امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د ژمي دا عملیات د وسله والو مخالفينو خلاف د جګړې لوری بدل کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي ، د جګړې په ډګر کې همدا اوس د پراخو ژمنیو عملیاتو اغېز محسوس او د جګړې په ډګر کې د وسله والو فعالیتونه په سلو کې تر ۵۰ یا ۶۰ راکم شوي دي.
بل خوا د حکومت وسله والو مخالفينو د زیاتېدونکو هوايي بریدونو او پوځي عملیاتو په عکس العمل کې په ګڼو مېشتو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی.
د فرانسې خبري اژانس په واشنګټن کې د ترهګرۍ د څېړنې د یو مرکز په حواله وايي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې د ۴ سوه ۷۲ بریدونو مسؤلیت وسله وال طالبانو پر غاړه اخیستی چې د دې څېړونکې ډلې په وینا، په جنورۍ میاشت کې دا شمېر بې سابقه دي.
په دې لړ کې وسله والو طالبانو څو اوونۍ مخکې په کابل کې خونړي بریدونه وکړل چې تر ۱۳۰ زیات کسان یې ووژل.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه