په غزني کي یو زیارت ویجاړ سوی

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۷ حوت ۱۳۹۶)دغزني چارواکي وايي چي ناڅرګندو وسله والو د سخي زیارت په بومونو الوځولی.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري نن وویل د سخي زیارت د غزني ښار اړوند د روضې په سیمه کې موقیعت لري چي تېره شپه ناپېژانده وسله والو په ماینونو الوځولی.

نوموړی وايي د دغه پېښې په تړاو یې تراوسه څوک نه دي نیول سوی، خو وايي، د پولیسو پلټنې روانې دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې دیادي پېښې اړه څه نه دي ویلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه