دا ځل اروزګاني خبریالان او مدني فعالان.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱ حمل ۱۳۹۷)په کندهار کي دخبریالانو دخوندیتوب کمېټې مشر وایې چي د زون په کچه به سلو تنو خبریالانو ته د سابیري زده کړي ورکړي.
په جنوب غرب حوزه کي د کندهار د خبريالانومرکزاو دخبریالانو دخوندیتوب کمېټې مشر احمد لودین نن وویل چي شلو تنو اروزګاني خبریالانو ته سايبري زده کړو ( انټرنيټي خونديتوب ) ورکشاپ ورکول سو.
لودین وایې چي خبریالانو ته په دې ورکشاپ کي ( په انټرنټي فضا کي دخوندیتوب ارزښت، دخوندیتوب لپاره دپروګرام طرحه کول، دګواښ درک، د اړیکو خوندي کول، تلیفون، له ځيرک تلیفون څخه ساتنه، انټرنیت سره اړیکه، معلوماتو څخه ساتنه، پټ کوډونه، دیوه پیاوړي پاسورډ غوره کول، د ایمیل او فوري پیغامونو ساتنه) او د سايبري زده کړو په برخه کي نوري اړېني لارښووني ور وښودل سوې.
دهغه په خبره چي دا پروګرام د دوو ورځو لپاره ؤ.
د ورکشاپ ګډونوال د دې ډول پروګرامونو څخه خوښي وښودل او زیاته یې کړه چي د دې وروسته به کولای سي چي خپل کمپیوټر، موبايل، انټرنيټ او خپل ټول اړين معلومات څنګه وساتي.
لوستونکو ته دي یاده وي چي د دې وړاندې په کندهار کي هم لسګونو خبریالانو او مدني فعالانو ته سايبري زده کړو ( انټرنيټي خونديتوب ) ورکشاپونه جوړ سوي وه.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه