کندهار : هلمندي خبريالانو او مدني فعالانو ته هم د انټرنيټي خونديتوب زده کړي ورکړل سوې .

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه (۶ مه د حمل ۱۳۹۷) : خبريالانو او مدني فعالانو ته د انټرنيټې خونديتوب په وروستۍ کړۍ کي دا ځل د هلمند خبريالانو او مدني فعالانو ته زده کړي ورکړل سوې .
دا لړۍ چي د تيرو دريو اونيو راهيسي را پيل سوې وه په همدې سره پای ته ورسيده .
په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې او د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين وايي ، چي په دې پروسه کي د کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند (۱۱۰ ) تنو خبريالانو او مدني فعالانو ته د مویابل ، کمپيوټر ، ايميل ، فيسبوک ، ټويټر ، واټساپ ، وايبر او ټولو کمپيوټري موادو د خوندي ساتني او مسلکي استعمال په اړه زده کړي ورکړل سوې .
لودين وايي ، چي په دې سره د خبريالانو او مدني فعالانو دپاره اړين تدريس چمتو سوی وو او د پنځلسو ورځو په جريان کي ټول ګډونوال ترې برخمن سول .
خبريالانو او مدني فعالانو هم خوښي ښودل چي يادي زده کړي ورکړل سوې او وايي چي په دې سره به د دوی سايبري امنيت خوندي سي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه