خبريالان : په ميرويس روغتون کي د بې ځايه زيږيدلي ماشوم ګونګه موضوع دي عدليي ارګانونه وڅيړي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۷ حمل ۱۳۹۷ ) : کندهار ميشتو خیريالانو د کندهار د عامي روغتيا رياست او ميرويس روغتون د مسوولينو سره په ګډه ناسته کي غوښتنه وکړه چي د هغه انځور او موضوع په اړه دي قانوني او مسلکي څيړني وسي چي د روغتون په تشناب کي د زيږيدلي ماشوم په اړه پر ټولنيزو رسنيو خپور سوی دی .
دا ناسته وروسته له هغه وسوه کله چي د خبريالانو او روغتيايي مسوولينو تر منځ موضوع جنجالي سوه .
خبريالانو د خلکو هغه شکايتونه چي د ميرويس روغتون په اړه دوی ته رسيدلي دي هم د روغتيا د ريس سره شريک کړل .
خلک د روغتون د نورو څانګو تر څنګ په نسايي ولادي وارډ کي د ناروغانو سره د بد چلند ، د قابله ګانو د بيغورۍ ، په ناقانونه ډول د پيسو اخيستلو او ګڼو نورو ستونزو څخه په شکايت دي او وايي چي نور يې داسي ستونزي له زغمه وتلي دي .
خبريالانو د روغتيا له ريس او د ميرويس روغتون له مسوولينو وغوښنل چي په دې برخو کي ژور اصلاحات راولي او د دې ستونزو د تکرار مخه ونيسي .
خبريالانو د هغه انځور او موضوع د سپيناوي غوښتنه هم وکړه چي په دې وروستيو کي په تشناب کي د زيږيدلي ماشوم په اړه پر ټولنيزو رسنيو خپور سوی دی .
په دې برخه کي له ولايتي ادارې وغوښتل سوه ، چي دا موضوع دي د عدلي ارګانونو اړوند ټيمونه وڅيړي او وروسته دي رسنيو ته رښتيني او پر حقيقتونو ولاړ معلومات ورکړي .
د عامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په ميرویس روغتون کي د دا ډول پيښو شتون تايد کړ خو وروستی انځور يي رد کړي چي ګواکي د ميرويس روغتون اړوند دي وي .
هغه وويل چي په روغتون کي د اصلاحاتو دپاره يې له وختي نه کار شروع کړی دی او د خلکو په مرسته به دا ستونزي له منځه وړي ، هغه د دا ډول پيښو او ستونزو لوی لامل د روغتون کم امکانات او د ناروغانو زيات بيروبار وباله .
وروسته د روغتيا ريس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس ، د خبريالانو د مرکز مشر او خبريالان د ميرويس روغتون نسايي او ولادي وارډ ته بوتلل او ټولي ساحي يې له نژدې وليدلي .
تر ليدني وروسته بيا هم پر مسلکي او عدلي څيړني ټينګار وسو .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه