خبريالانو د ولايتي ادارې څخه د رسنيو او خبريالانو د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۸ حمل ۱۳۹۷) په کندهار کي ميشت خبريالان وايي چي لا هم د زياتو ستونزه سره مخ دي او په دې وروستيو کي يو شمير خبريالانو ته امنتي تهديدونه هم پيښ سوي او اړينه ده چي امنيتي ادارې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي .
دا څرګندوني نن د رسنيو او خبريالانو د مصوونيت د کميټې په مياشتنۍ غوڼده کي وسوې .
د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر او د خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسوول احمد لودين په دې اړه معلومات وړاندي کړه او ويي ويل چي د امنتي ارګانونو د راپورونو له مخي يو شمير خبريالانو ته امنتي تهديدونه متوجه دي او بايد امنتي ارګانونه په دې برخه کي متوجه او همکاره اووسي .
لودين تر تهديد لاندي خبريالان هم په ګوته کړه او زياته يې کړه چي ادارې يې د تهديدونو د له منځه وړلو هڅي پيل کړي دي او په دې برخه کي پرمختګ هم سوی دی .
په کندهار کي د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ بنسټ یا نی مسئول سمیع غیرتمل ، د پريس کلب مسوول جاويد تنوير ، د کابل پريس کلب استازي بريالي رحيمي او د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند بيا معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه ياده کړه چي لا هم نه ده حل سوې او يو شمير ادارې اوس هم معلومات پټوي .
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وويل، ټولو ادارو ته يې لارښوونه کړې چي د خبريالانو سره همکاري وکړي.
مرستيال والي وويل، د خبریالانو هغه ستونزه چي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي يې لرل، تر ډېره هواره سوې. هغه وويل، د خبريالانو او د دولتي ادارو د مسئولينو تر منځ به ډېر ژر يوه ګډه غونډه جوړه کړي، ترڅو د دولتي ادارو مسئولين پر وخت خبریالانو ته معلومات ورکړي.
د کندهار مرستیال والي په غونډه کي د خبريالانو څخه غوښتنه وکړه چي د خبر په جوړولو کي دقت تر سرعت قرباني نه کړي او ژمنه يې وکړه چي د ټولو خبريالانو او رسنيو د امنيت ساتني دپاره يې ټول امکانات په کار اچولي دي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه