په افغانستان کې نژدې د «اېچ. ای. وي» ۷۵۰۰ پېښې موجودې دي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۸ حمل ۱۳۹۷)د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وتلی سندرغاړی فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز ویروس سره د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر په توګه اعلان کړ.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز د کنټرول ملي پروګرام د ښه نیت د سفیر په توګه په‎ داسې حال کې ټاکل سوی چې په افغانستان کې په «اېچ. ای. وي» اېډز د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په تخمیني ډول په افغانستان کې نږدې د «اېچ. ای. وي» ۷۵۰۰ پېښې موجودې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړې سوې غونډې ته وویل یوازې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د «اېچ. ای. وي» اېډز ۲۵۰ پېښې ثبت سوې دي.

په هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدره موادو تولید او قاچاق، بې‎کاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه، پرانیستي سرحدونه او داسې نور، د یادې ناروغۍ د پراخېدو عمده لاملونه ښودل شوي دي.

فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز ویروس سره د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر په توګه اعلان سو.
په افغانستان کې د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نامشروع جنسي اړیکې، د ککړو پېچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږي.

وتلی افغان سندرغاړی فرهاد دریا چې د «SAARC» یا د سیمه ‎ییزو همکاریو سازمان له لوري د «اېچ. ای. وي» اېډز د کنټرول د ملي پروګرام د ښه نیت سفیر غوره سوی وايي، د «اېچ. ای. وي» اېډز ناروغانو او ټولنې ترمنځ د یوې ګډې پولې په توګه به خپله دنده په پوره لېوالتیا ترسره کړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه