هلمند کي زده کوونکي مسموم سوي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۳ حمل ۱۳۹۷)راپورونه وایې چي په هلمند ولایت کي د نجونو لیسې د لسم ټولګۍ ۱۷ زده کوونکي مسمومي سوې دي.
دا زده کونکي نجونې له پيښې سره سم بست روغتون ته انتقال سوي دي ، چي اوس مهال تر درملني لاندي دي.
د پوهني ریاست سرچیني یاده پېښه مني او وايي په دې اړه پولیسو پلټني پیل کړي دي ، تر څو اصلي علت يي وموندل سي.
د لښکرګا ښار د نجونو لیسه ، د ښار په منځ کي ده ، او تر دې مهاله په دې لیسې کي دغه ډول پیښه نه وه رامنځ ته سوې.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه