د هنډبال ښځینه افغان لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۴ حمل ۱۳۹۷)د افغانستان د ښځینه هنډبال ملي لوبډله نیپال ته په ماتې ورکولو سره د سوېلي اسیا د هنډبال سیالیو نیمه پای‌ لوبې ته ووته.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان ښځینه هنډبال لوبډلې د نیپال لوبډلې ته په يوه اړخیزه لوبه کې ۱۱ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړه.
د سوېلي اسیا پنځم پړاو هنډبال سیالیو کې چې په هند کې روانې دي، د افغانستان سربېره د بوتان، نیپال، بنګله‌ دېش او هندوستان ښځينه هنډبال لوبډلې ګډون لري.
د سوېلي اسیا ښځينه هنډبال سیالیو په لړ کې افغان ښځینه لوبډلې له نیپال حخه وړاندې بوتان ته هم ماته ورکړې وه.
ټاکل سوې چې په نیمه پای‌ لوبه کې نن د افغانستان د ښځينه هنډبال ملي لوبډله د بنګله‌ دېش د ښځینه هنډبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ولاړه سي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه