په زابل کي سل بستریز روغتون جوړېږي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار وځپاڼه(۱۷ حمل ۱۳۹۷)د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي وایې چي د سل بستریز روغتون د رغونې چارې په مرکز کلات ښار کې پیل سوې.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وویل چې د دې روغتون له بشپړېدو سره به د زابل د مرکز او ولسوالیو د خلکو ستونزې تر یوه حده پورې حل سي.
چارواکي وایې چي د زابل د سل بستریز روغتون پر رغونه د عامې روغتیا وزارت له انکشافي بودجې څخه ۱۶۳ میلیونه افغانۍ لګښت په پام کې دی او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې سي.

زابل که څه هم د هېواد د نورو لایتونو په څېر پنځوس بستریز مرکزي روغتون لري، خو سیمه ییز چارواکي وايي، دې روغتون کافي امکانات نه لرل او داسې یوه روغتون ته چې ښه تجهیزات او وسایل ولري جدي اړتیا لیدل کېده.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه