د انارګل مشاعره او د شاعرانو جوش خروښ.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۷ حمل ۱۳۹۷)دکندهار والي وایې چي باغدارانو او بزګرانو زحمتونه او هڅي د قدر وړ دي او باید ستاینه یې وسي.
دکندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا چي تیره شپه یې د انارګل په دودیزه مشاعره کي ګډونوالو ته خبرې کولې وویل دا دبزګرانو او باغدارانو د هڅو او کوښښونو پایله ده چي د انارو له باغونو سره ایستلي او نن یې شاعران او لیکوالان په خپلو نظمونو او شعرونو کي صفت او ستاینه کوي.
په کندهار کي هر کال د پسرلي په موسم کي د انارګل دودیزه مشاعره جوړېږي چي سږ کال هم همدا مشاعره په خورا جوش او خروښ سره ولمانځل سوه.
سږنۍ د انارګل دودیزه مشاعرې ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر محمد رسول باوري، دکندهار والي، د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو څخه شاعران، لیکوالان او د ادب مینه وال راغلي ول.
ویسا شاعران او لیکوالان هم وستایل چي د انارو ستاینه په خپلو شعرونو او کیسو کي کوي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمد رسول باوري د ولسمشر د پیغام ترڅنګ وویل چي د پسرلي له موسم سره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي د مشاعرو لړۍ پیل سي چي دا په فرهنګي برخه کي خورا غني او ارزښتناکه برخه ده، چي د انارګل دودیزه مشاعره هم د دې لړۍ یوه حلقه ده.
لوستونکو ته دي یاده وي چي د انارګل په دودیزه مشاعره کي دشعرونو ویلو ترڅنګ د موسیقي او د تمثل برخي هم وي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه