دعامې روغتیا له وزارت سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرستي کمې سوې.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۸ حمل ۱۳۹۷)د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په روان مالي کال کې سل میلیونه ډالر بهرنۍ مرستې کمې سوې دي.
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د بودیجې او بهرنیو مرستو کموالی په دغه هیواد کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې اساسي ستونزې دي.
د هغه په وینا د مرستو کموالي په افغانستان کې پر روغتیایي خدمتونو اغېز کړی دی. د عامې روغتیا وزارت وایي په روان مالي کال کې د دغه وزارت کلنۍ بودیجه ۱۵۰ میلیونه امریکایي ډالره وه چې دا شمیر تیر کال ۲۵۵ میلیون امریکایي ډالرو ته رسیده. فیروز وایي دوی حکومت ته وړاندیز کړی چې په تنباکو او خوږو باندې دې مالیه ولګول شي. هغه زیاته کړې، که پر تنباکو مالیه دوه برابره شي، د روغتیا سکتور ته به په کال کې ۳۰ تر ۴۰ میلیون ډالرو عواید ترلاسه شي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه