ویسا:د رايي ورکولو مرکزونه کم دي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۱۸ حمل ۱۳۹۷)په کندهار کي د ټاکنو لپاره امنيت تامين دئ،خو د رايي ورکولو ورکړل سوي مرکزونه کم دي
دا څرګندوني کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د شنبې په ورځ په کندهار کي د سويلي حوزې په کچه د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلينو لخوا ټاکنو ته د چمتوالي په غونډه کي وکړې.
په ياده غونډه کي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا تر څنګ امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق ، د زابل،روزګان او دایکنډی والیانو، د ۴۰۴ میوند زون، ۲۰۵ اتل قول اردو،د نظم عامې او سرحدي پولیسو قومندانانو، د کندهار ملي امنیت مرستیال، په جنوب کی د قاطع ماموریت قوماندان جنرال لاتروپ او مشاورینو،او د سویلي حوزې د انتخاباتي کمیسونو مسولینو برخه اخيستې وه.
په غونډه کي لومړی د کندهار د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس ډاکټر محمد هاشم دًراني خبري وکړې هغه وویل توانیدلي، چي د شخصي ځایونو څخه انتخاباتي مرکزونه ښوونځیو،مساجدو او عامه ځایونو ته انتقال کړي، تر څو په شفافه توګه ولس ته د رایي ورکولو زمینه برابره سي.
د دراني په خبره د تېرو ټاکنو توزیع سوي انتخاباتي کارډونه ټول بې اعتباره دي او په راتلوونکو ټاکنو کي به د تذکرې له مخي یوکس درایي ورکولو حق ولري، د هغه په خبره په کندهار کي ټول ټال ۲۲۵ انتخاباتي مرکزونه دي چي په کندهار ښار کی به اتیا مرکزونه چي ۴۰ د نارینه او ۴۰ به د ښځمنو لپاره وي.
دراني همداراز زیاته کړه د حمل پر ۲۵ نیټه به د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو پروسه پیل سی،هغه د رڼو ټاکنو په موخه د سویلی حوزی د والیانو ، متنفذینو، علماوو او معلمینو څخه د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کي کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا وویل، چي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري کندهار ته د نفوس په کتو کم انتخاباتي مرکزونه ورکول سوي دي، هغه وویل چي یاده ستونزه یې د جمهور رئیس سره شریکه کړې.
ښاغلي ویسا وویل،د کندهار امنیت تامین دی او ټول خلک په ځانګړي توګه د ګڼ نفوسه ولسوالیو خلکو په ټاکنو کي د برخه اخیستلو ډاډ ورکړی، د هغه په خبره د ټاکنیزو مرکزونو تعداد کم دئ او باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل سي
کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا خلکو ته ډاډ ورکړ چی افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونه بشپړ چمتوالی لري تر څو ټاکني په پراخه او شفافه توګه ترسره سي او په دې برخه کي د افغان ځمکني او هوایي ځواکونو تر څنګ د قاطع ماموریت د حضور څخه هم مننه وکړه.
په غونډه کی د زابل،روزګان او دایکندی والیانو هم خبری وکړي او د ټاکنو لپاره يې د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ
وروسته په غونډه کی د ۴۰۴ میوند زون قومندان،د کندهار امنیه قومندان او د سویلي حوزي د قاطع ماموریت قومندان جنرال لاتروپ خبري وکړي، هغوی د ټاکنو لپاره د امنيت په برخه کي د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.
هغوئ وويل د خلکو د رایو ورکولو لپاره مکمله زمينه برابره ده او ټاکني به د امنیتي ځواکونو په پراخو هلو ځلو سره په شفافه توګه ترسره سي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه