اشرف غني د کندهار ښاروال مهم وړانديزونه منظور کړل.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۳ حمل ۱۳۹۷) د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ پرون په ارګ کي له غرمې مخکي د ښاري پراختیا عالي شورا په غونډه کي د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل په کندهار کي د حضرت عمر فاورق (رض) جامع جومات د کاري پرمختګ، تاریخچي، د بېلابېلو برخو، قرارداد، بشپړو سوو برخو، بودجې او تدارکاتي سرچینو او د لومړي فاز په اړه خپل راپور وړاندي کړ.
هغه زیاته کړه یاد جومات به په درو فازو کي جوړ سي چي لومړی فاز یې درې پوړه دی او لګښت یې څلور ملیونه ډالره اټکل سوی، دویم فاز یې د ۱۵۰ دوکانونو لرونکی مارکیټ دی چي کابو اووه ملیونه ډالره لګښت لري او درېيم فاز یې لیلیه، دارالافتاء، دارالحدیث، کتابتون، دارالمطالعه، پخلنځی، ګدام او د ښځو د فاتحې صالون دی چي لګښت یې اووه ملیونه ډالره اټکل سوی.
د کندهار ښاروال د احمدشاهي واټ د استملاک د طرحي، د احمدشاه بابا مقبرې د پراختیایي طرحي، د احمدشاه بابا د کور د استملاک د طرحي، د پخواني قول اردو د دوهم سړک د جوړولو د طرحي او د نوي ماسټر پلان په اساس د استوګني د سیمو د تفصیلي پلان په اړه معلومات وړاندي کړل.
جمهور رئیس د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات په اړه وویل، د یاد جومات لومړی فاز دي ډېر ژر بشپړ سي او د مالي منابعو د تأمین په اړه د کندهار ښاروال وړانديزونه منظور دي.
جمهور رئیس غني د تاریخي او فرهنګي اصالت پر ساتني د ټینګار تر څنګ د احمدشاهي واټ، د احمدشاه بابا د کور د استملاک طرحه او د پخواني دوهم قول اردو سړک منظور کړل
محمداشرف غني وویل: “د مالیې او ترانسپورټ وزارت او کندهار ښاروالي دي په کندهار ښار کي د ترانسپورت د ښه تنظیم په خاطر د دې ښار په څلورو نقطو کي څلور ترمینلونه جوړ کړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه