۹۵ فیصده مالیاتي معافیت پایله ورکړې

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۳ حمل ۱۳۹۷) د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ماليې وزارت لخوا د ۹۵ فیصده مالیاتي جرایمو له بخښنې وروسته تر اوسه پنځه زره شرکتونو خپل حسابونه تصفیه کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن وویل چې د ماليې وزارت سره یې په ګډه همکارۍ د خصوصي سکټور لپاره د عامه پوهاوي سیمنارونه جوړوي تر څو نور شرکتونه هم خپل حسابونه تصفیه او خپل جوازونه تمدید کړي.
د ماليې وزارت د ۱۳۹۷ کال د مالي بودیجې په اصول نامه کې د مالیاتو جرمونو معافیت هم راغلی ؤ چې ملي شورا تصویب کړ.
د دغې کار له مخې د ماليې وزارت لخوا ۹۵ فیصده مالياتي جرمونه معاف سول.
د ماليې وزارت د خصوصي سکټور مسؤلینو ته نهه میاشتې وخت ورکړی چې پنځه فیصده مالیه دغه وزارت ته ادا او شرکتونو خپل جوازونه تمدید کړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه