امریکا پر دمشق برید وکړ

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۵ حمل ۱۳۹۷)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوریې د هوايي بریدونو امر وکړ.
ټرمپ ویلي، دا بریدونه په سوریه کې پر ولسي وګړو د بشار الاسد د رژیم د کیمیاوي بریدونو جواب دی.
د ده په خبره غواړي د کیمیاويي بمونو استعمال په سوریه کې ختم کړي. بلخوا رسنۍ وايي، چې د فرانسې، برېتانیا او امریکا تر هوکړې وروسته په سوریه کې بریدونه شوي دي. په دمشق ښار کې ددرنو چاودنو غږونه هم اورېدل سوي. د بمونو له امله د تلفاتو شمېرې لا نه دي په ګوته سوې. د سوریې جګړه نړۍ ته په یوه کړکیچ اوښتې ده. روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم ملاتړي دي خو امریکا بیا دغه رژیم په سوریه کې د خونړیو پېښو او روانو جګړو مسئول بولي. روسیې تر دې وړاندې ویلي وو، که امریکا پر سوریه برید وکړي نو دوی د بشارالاسد رژيم هر ډول دفاع ته تیار دي. ټرمپ بیا ویلي، ایران او روسیه دې د هغه رژیم ملاتړ نه کوي، چې پر ملکیانو کیمیاوي وسلې کاروي، ماشومان، ښځې او ملکي وګړي وژني.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه