په زابل کي دبادام ګل مشاعره ترسره سوه.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۵ حمل ۱۳۹۷)د زابل د بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعرې ته د لر او بر افغانستان څخه سلګونو شاعران، لیکوالان او د ادب مینه وال راغلي ؤ چي پر مهال یې د سولې ، یووالی او پرمختګ په اړه شعرونه وویل.
د بادام ګل کلنۍ مشاعره چې له تیرو څوارلسو کلونو راهیسي د پسرلی په موسم کې په کلات ښار کې د دولتي ادارو، لیکوالو او ادب مینه والو له خوا جوړیږی سږ کال یې خوند او رنګ د نورو کلونو په نسبت زیات و
د زابل والی خیال محمد حسینی وویل بادام د دې ولایت زراعتی محصولات دي او ادب ته یې دا ګټه رسیدلې چی پر نامه یې هر کال سلګونو ادیبان او مینه وال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راغونډيږي
نوموړي وویل دا ډول ادبي مجلسونه د هیوادوالو تر منځ ته د یووالی، د اړیکو د پياوړتیا او د فرهنګي ودې سبب کیږی.
د زابل د ولایتی شورا مرستیال اسدالله کاکړ زیاته کړه زابل د ادب اوفرهنګ ځانګو ده او سږني مشاعره هم د دې ښودنه کوي چې زابلیان د نورو برخو په څېر په ادب کې هم خپل مسولیت په ښه ډول سرته رسوي.
مشاعره چې مازیګر مهال پيل سوه د شپې ترناوخته یې دوام درلود چی پر مهال یې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، تمثیلي ټوټې وړاندي شوي، موسیقی او ډول او اتڼ پروګرامونه پکښې شامل و.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه