شهزاد نغدي جریمه سو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۵ حمل ۱۳۹۷) شهزاد محمدي په پاکستان کې د یوې ځايي کلب لوبډلې سره د لوبېدو له امله درې لکه افغانۍ نغدي جریمه سو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکر الله عاطف مشعل نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې افغان اوپنر او ویکټ ساتونکی لوبغاړی شهزاد محمدي درې لکه افغانۍ نغدي جریمه سو.
مشعل وایې چي د کرکټ بورډ هېڅ کارکوونکی او لوبغاړی د بورډ له اجازې پرته په نورو لوبو کې برخه نه سي اخیستلای.
کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته هم یوه میاشت وخت وټاکه چې له افغانستان بهر هستوګن دي تر څو خپل هېواد ته راستانه سي کنې قرارداد به یې لغوه اعلان سي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه