ویسا: په کمو امکاناتو يي د ورزش برخه غني کړې.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)په کندهار کي د يو ميليون ډالرو په لګښت د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د جوړېدو چاري پيل سوې
په همدې موخه د شنبې په ورځ د هيواد د المپيک او فوټبال فدارسيون عمومي رئيسانوکندهار ته سفر وکړ او دلته يې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا،مرستيال والي عبدالحنان منيب،ښاروال انجينر روښان ولسمل ،ولایتي شورا د غړو او سکتوري ادارو د مسؤلينو په ولايت مقام کي وکتل.
د ليدني پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کي ځوانانو ته د سپورټ په برخه کي د امکانانو پر چمتوالي، راتلونکو پلانونو او ستونزو د حل په موخه مفصلي خبري وسوې.
وروسته راغلي پلاوي د ولایتي مسؤلينو په ملتيا د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د پروژې چاري د يو ميليونه ډالرو په لګښت په دريو مياشتو کي بشپړيږي پرانيستل.
د پرانيستي پر مهال کندهار والی تورنجنرال زلمی ویسا وویل، چی په کندهار کي د کرکیټ ميدان تر پرانیستني وروسته به د فوټبال په برخه کي د ياد لوبغالي جوړول د سپورټ په برخه کي لويه لاسته راوړنه وي.
د ښاغلي ویسا په خبره، چي په کمو امکاناتو سره يي د سپورټ په برخه کي ستر ګامونه اخیستي او په وينا يي چي لا هم پراخي هڅي کوي تر څو کندهاري ځوانانو ته د سپورټ او تعليم په برخه کي پراخي اسانتياوی برابري کړي.
د فوټبال فدراسيون عمومي رئيس ډګرجنرال څارنوال کرام الدين کریم پخپلو خبرو کي ژمنه وکړه،چي د احمدشاهي لوبغالي په شمول به ۲۰۰ زره ډالره نور امکانات هم کندهار فوټبال فدارسيون ته ورکوي تر څو دلته د سپورټ لپاره یو بل میدان هم جوړ کړل سي.
د هيواد د بدني روزني رئيس حفيظ الله ولي رحيمي بيا وويل ، چي د کندهار د ځوانانو، ماشومانو اوسپورټ د مينوالو لپاره به سهولتونه برابر کړي او د کندهار لپاره د بدني روزني په برخه کي لازمي اسانتياوي جوړي کړي.
په غونډه کي کندهار ښاروال انجینر روښان ولسمل راغلو مسؤلينو ته ډاډ ورکړ، چي د کندهار ښار په څلورو اطرافو کي داسي ساحي په نښه کړي، چي د سپورټ مینوالو ته پکښي لازمي اسانتياوي برابریدلاي سي او په خبره يي دا مهال يي په حميدي مينه کي ۲۰ جریبه ځمکه د سپورټ لپاره وقف کړې ده تر څو اړوند اداري پکښي د سپورټ په برخه کي پانګونه وکړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه