که سوریه کیمیاوي وسلې وکاروي بیا به برید پر وکړي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د امریکا ولسمشر وايي، که سوریه پر خپلو وګړو بیا کیمیايي بریدونه وکړي، نو واشنګټن به هم پر سوریه نور بریدونه وکړي. دا خبرداری له هغه وروسته دی چې واشنګټن له برېتانیا او فرانسې سره په ګډه سوریه کې هغه درې ځایونه په نښه کړل چې دوی یې د بشارالاسد حکومت د کیمیايي وسلو مرکزونه بولي.
امریکا وايي، په دغه برید کې یې د سوریې حکومت د اټومي وسلو اصلي مرکزونه په نښه او فلج کړي دي. د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، حمص او دمشق ته نږدې یې پر دریو مرکزونو په برید سره د سوریې د کیمیايي وسلو پروګرام کلونه شاته وغورځاوه. د پنټګان یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال کنټ مککنزي خبري غونډې ته وویل، دا بریدونه کره، پرېکند او اغېزناک وو. د ده په خبره امریکا او ملګري بریالي سول، چې خپلې موخې په نښه کړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه