په غزني کي ۲۲ پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله آوښتې.

In this photograph taken on September 24, 2017, Afghan security personnel take part in a patrol during an operation against Taliban militants in the Jaghatu District of Ghazni Province. / AFP PHOTO / Zakeria HASHIMI
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د غزني چارواکي وايي، چي په جغتو ولسوالۍ کې د بریدونو پرمهال ۵ پولیس او ۷ وسله وال وژل سوي او ۱۰ پولیس او وسله وال ژوبل دي.
د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري نن وویل چې وسله والو طالبانودغه بریدونه تېره شپه شاوخو ۱۱نیمې بجې د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د سیمه ییزو پولیسو پر مېشتو امنیتي پوستو کړي، چې وروسته د دواړو خوا ترمنځ نښته رامنځته سوې.
نوموړی وايي چې وروسته سیمې ته سمدستي له مرکزه کومکي سرتېري تللي چې هغوی هم د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغلي.
د نوري په خبره چي په یادو نښتو کي پنځه پولیس او اووه وسله وال وژل سوي، پنځه پولیس او پنځه وسله وال ژوبل سوي هم دي.
دی زیاتوي چې بېرته افغان ځواکوانو د وسله والو طالبانو یاد بریدونه په شاتمبولي دي.
د دولت وسله والومخالفینو لاتراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه