رحماني: ۱۱ پاڅوانوال وژل سوي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷) د سرپل ولایتي شورا خبر ورکوي چي وسله‎ والو مخالفینو د پاڅونوالو پر یوې امنیتي پوستې حمله کړي چي پرمهال یې ۱۱ تنه وژلي.
د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني نن وویل، چي وسله‎ والو طالبانو تېره شپه د سنګچارک ولسوالۍ په تیبیر کلي کې پر ۴۵مې پوستې برید وکړ.
د رحماني په وینا په پوسته کې ټول موجود کسان چې ولسي پاڅونوال ؤ، وژل سوي دي.
وسله ‎والو طالبانو تراوسه پورې په ‎دې اړه څه نه‎ دي ویلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه