په خوست کي ۴ پاکستاني پوځیان وژل سوي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د خوست چارواکي وایي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ځاځي میدان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل سوي او دوه یې ژوندي نیول سوي.
چارواکي زیاتوي، چې دا جګړه نن سهار د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جنډوغر او نازوغر په سیمو کې پیل سوې ده. یوې امنیتي سرچینې تائید کړه، چې د نښتې په ترڅ کې له افغان لوري هم یو تن سرتیری شهید سوی او دوه نور ژوبل دي. د خوست امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان له دې وړاندې ویلي وه، نښته هغه مهال پیل سوه کله چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ سول.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه