په ننګرهار کي يوه ښوونځي سوځول سوې

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)وسله والو يو ځل بيا د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د يوې ښوونځي د لابراتوار خونه او اسناد سوځولي دي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري وويل، نا پېژاندو مخ پټو وسله والو تېره شپه د لنډۍ منځني ښوونځي بې وسلې ساتونکي په تشناب کې بند کړي، بيا يې د ښوونځي ټول اسناد او لابراتوار سوځولي او وروسته تللي دي. شينواري له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
دا په تېره لنډه موده کې د مومنددرې ولسوالۍ دريمه ښوونځي ده چې د شپې له خوا يې وسله وال ټول اسناد په يوه خونه کې راټولوي او اور وراچوي.
کومي وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه