په اروزګان ۱۰ وسله وال وژل سوي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، چورې او خاص اروزګان ولسوالیو کې د افغان پوځ په هوايي او مځکنیو عملیاتو کې۱۰ وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۷ نور ژوبل دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وايي، د خاص اروزګان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو بمباریو کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه په نښه سوي چې په مهال یې ۸ تنه وسله وال وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
علوي دغه راز وايي چې په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې بیا د مځکنیو عملیاتو په مهال د طالب سرګروپ ملا سیف الله دوه تنه جنګیالي وژل سوي او درې نور ټپیان سوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه