بریښنا ریاست: ډېر ژر به د کابل د برېښنا پرې سوی لین وصل سي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د بغلان برېښنا ریاست چارواکي وایې له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي، چي ډېر ژر به دکابل د بریښنا پرې سوي مزې ونښلوي.
وسله والو طالبانو وړمه شپه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب سيمه کې له ازبکستان څخه کابل ته د وارداتي برېښنا پايه پر ماينونو تخریب سوې وه چې له امله يې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې برېښنا نه سته. خو د بغلان د برېښنا رئيس سلطان احمد عزيزي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي. چي ډېر ژر به دکابل دبریښنا پرې سویي لینونه وصل کړي.
عزیزي وایې چي طالبانو د سنګ سوراخ، کره ډګه، علي خېل، زهرابي او کمره کليو لپاره د برېښنا غوښتنه کړې ده. دغو کليو پخوا هم برېښنا نه درلوده خو د برېښنا پايې د يادو سيمو د اوسېدونکو په مځکو کې لګول سوې. د بغلان د برېښنا رئيس وايي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او لږ وروسته به د دوى تخنيکي ډلې هم ورسيږي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه