دکندهار او اروزګان دعمومي لارې دجوړېدو چارې به پیل سي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۶ حمل ۱۳۹۷)د کندهار- روزګان ترمنځ د لوی لاري د جوړېدو چاري چي مخکي ځنډېدلي وې بيرته پيليږي.
د کندهار دفوايد عامې رئیس عبدالمحمد احسان او دفواید عامې وزارت څخه راغلو انجينرانو له کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره په ولايت مقام کي د کتني پرمهال وویل چي دکندهار او اروزګان ترمنځ دلوی لارې دجوړېدو چارې به بیرته پیل کړي.
د فوايد عامې وزارت له راغلو انجينرانو سره د خبرو پرمهال کندهار والي وویل، چي اړونده وزارت دي د يوه منظم پلان له مخي د روزګان – کندهار د لوی لاري د پاته چارو د بشپړېدو لپاره کار وکړي.
کندهار والي تورنجنرال زلمی ویسا وايي، چي له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره به د دې مهمي لوی لاري د پاته چارو د بشپړېدو لپاره د بودیجې د ژر اجرا غوښتنه هم وکړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه