وچکالۍ پنځوس زره کورنۍ ځپلي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)د باميانو چارواکي وايي چې وچکالۍ له امله ۵۰ زره کورنۍ زيانمنې سوې.
د باميانو ولایت والي محمد طاهر زهير پرون وويل چې د بېړنيو حالاتو کمېټې د معلوماتو له مخې، وچکالۍ د دغه ولايت په ۱۵۶۰ کليو کې له ۵۰ زره ډېرې کورنۍ زيانمنې کړې او مرستې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې د باميانو له ۵۰ سلنې ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او سږنۍ وچکالي ښايي نوره زياته کړي.
نوموړي زياته کړه چې د لومړيو ارزونو له مخې، سږ کال د وچکالۍ له امله زيانمن سوي کسان لس زره مټريک ټنه غلو او خوراکي توکو ته اړتيا لري چې دغه ضرورت بايد د حکومت او نړيوالو موسسو له خوا تامين سي، له دې پرته به خلک له سختو ستونزو سره مخامخ سي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه