د ترکیې او افغانستان سوداګرۍ پیکه سوې.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له ۳ سوه میلیونه ډالرو څخه سل میلیونه ډالرو ته را ټيټه سوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین، چې د ترکیې هیواد د سوداګرۍ خونې او اقتصاد وزارت هیات سره ګډې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې ځینې لاملونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د کمېدو سبب سوي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسئولین ترکیه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت له اړخه مناسب هیواد بولي.
په ورته وخت کي بیا د ترکیې د اقتصاد وزارت چارواکی له افغانستان سره د کرنې، کانونو، انرژۍ او ساختماني سکټور په برخه کې د همکاریو د دوام غوښتنه کوي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه