امریکا: داعش له پښو غورځوو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وایي، چي افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه په جوزجان کې د داعش ډلې پر ضد دوامداره عملیات پيل کړي .
د جنرال جان نیکولسن په خبره د افغان او امریکايي ځواکونو ځانګړي عملیات به دغه ډله په شمال کې له پښو وغورځوي. په ورته وخت کې ناټو ویلي، چې په جوزجان کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۲۲ داعش وسله وال وژلي دي. ناټو وايي د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د اړتیا پر مهال به د داعش او طالبانو پر مرکزونو هوایي بریدونه کوي. نیکولسن وایي چې پر وسله والو ډلو به فشار دوامداره وي او دوی به د جګړې په ډګر کې وځپل سي. د ده په خبره د روان کال له پیل څخه تر دې دمه ۹۰ داعش وسله وال وژل سوي چې ډېری یې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړو او هوايي عملیاتو کې له منځه تللي دي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه