سعودي پر ایران سختي نیوکې کړي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان وايي، ایران د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي دا څرګندونې د عرب هېوادونو په ۲۹ کلنۍ ناسته کې کړې.ا غونډه په سعودي عربستان کې جوړه سوې چي پرمهال یې شاه سلمان په خپله پرانیستونکې وینا کې پر سوریې د امریکا، برېتانیا او فرانسې وروستیو بریدونو ته اشاره ونه کړه، خو پر ایران یې یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چي ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی.
د عربي هېوادونو دا ناسته پر سوریې د لویدیځو هېوادونو له توغندیزو بریدونو یوازې یوه ورځ وروسته پیل سوې. شاه سلمان همدا رنګه په ختیځ بیت المقدس کې د اسلام تمدن د خوندي ساتلو لپاره د ۱۵۰ ملیونه ډالرو مرسته هم اعلان کړه.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه