ابراهیمي: دپاکستان په خوښه دي رازق له دندې نه ګوښه کېږي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)دافغانستان ولسي جرګه وایې چي حکومت دي د پاکستان په خوښه دکندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له دندې نه لیري کوي.
د دغه جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې جنرال رازق د کندهار د امنیت لپاره بې ساري هڅې کړې او د هغه کړنې د ستاینې وړ دي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې سوې، چې حکومت غواړي دغه پیاوړی نظامي قومندان له دندې ګوښه کړي، خو په وینا یې حکومت دې د نوموړي په اړه داسې پرېکړه نه کوي. د ولسي جرګې رئیس وویل افغان حکومت دي د پاکستان په خوښه جنرال رازق نه لیرې کوي. د ده په وینا ځینې په دې باور دي، چې پاکستان له افغان حکومت د جنرال رازق د لیرې کولو غوښتنه کړې. خو هغه وايي رازق د پاکستان پلانونه شنډ کړي او باید ملاتړ یې وسي. ابراهیمي وایي جنرال رازق د هغو کسانو له ډلې دی، چې باید وستایل سي او له فعالیتونو یې مننه وسي. ابراهیمي همدا راز په امنیتي ادارو کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې حکومت دې په دغه برخه کې سلیقوي چلند نه کوي او خپل پلانونه دې په مسلکي توګه پر مخ یوسي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه