د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ بیا جګړه پيل سوې.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)د پکتیا ولایت چارواکي وايي په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو پر افغان پوځيانو برید کړی چې وروسته جګړه رامنځته سوې.
د چارواکو په وینا دمګړی ددواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه ده. سرچینه وايي افغان ځواکونو غوښتل په انزیرکي کنډو سیمه کې د وسله والو طالبانو د اکمالاتي لارې د بندولو په موخه چاڼیز عملیات وکړي چې پاکستاني عسکرو ورباندې برید کړی. تر اوسه د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل سوي. چارواکي وایي چې سیمې ته به مرستندویه ځواکونه ولېږي. تېره ورځ هم د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ نښته وسوه، چې په دې نښته کې یو افغان سرتېری شهید او څلور پاکستاني عسکر ووژل سول.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه