اروزګان: پنځه وسله وال وژل سوي.

ليکوال Ahmed Lodin

د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د طالبانو دیوه قوماندان په ګډون ۵ وسله‌ وال وژل سوي.
په اروزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن جان نصرتي وویل چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خاص اروزګان ولسوالۍ اړوند سیمو کې تر سره سوي دي.
دنصرتي په خبره د افغان پوځ په عملیاتو کې د طالبانو دیوه قوماندان په ګډون ۴ وسله‌ وال وژل سوي
نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې پر وسله ‌والو طالبانو خپل ماین چاودنه هم کړې چې په ترڅ کې یې یو وسله ‌وال وژل سوی او دوه نور ژوبل دي.
وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌ دي ویلي

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه