جان نيکلسن : د سولي لپاره پر طالبانو نظامي او ډيپلوماتیک فشارونه زیاتوو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، چي اوس طالبان هم سوله غواړي، خو د حتمي کېدو لپاره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتيک فشارونه زیاتوو.
هغه د هیواد د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانګزي، کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هیوادونو امریکا، کاناډا، هند، ډنمارک او اسټرالیا له سفيرانو سره کندهار ته راغلی وو
جان نیکلسن وویل، وسله والو طالبانو ته د حکومت هغه وړاندیزونه فرصت دی، چي د سولي په برخه کي يې د هغوئ د غوښتونو د منلو لپاره کړي.
دده په خبره اوس طالبان هم سولي ته د هرکلي په حال کي دي، خو له دې سره – سره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتیکو فشارونو ته ادامه ورکوي : ( له ډيپلوماتيکو فشارونو مو هدف دادی، چي پر پاکستان حتمي کړو، چي وسله وال طالبان سولي ته چمتو کړي.)
جنرال جان نیکلسن د کندهار د ديني عالمانو او اوسېدونکو هغه غوښتنه ومنل، چي د سولي هڅي باید له کندهار څخه پيل سي، ځکه د طالبانو زیاتره لوړپوړي مسولین له همدې ولایت څخه دي.
په غونډه کي د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانګزي او د کورنیو چازو وزیر وېس احمد برمک وویل، چي د سولي له پروسې سره د وسله والو د یو ځای کېدو لپاره پر هغوی د افغان ځواکونو فشارونه ډېر سوي او دوی هڅه کوي، چي په جنوبي سیمو کي هم د افغان امنیتي سرتيرو په خاص ډول د پوليسو اړتیاوي پوره کړي، تر څو وسله وال د سولي له پروسې سره يو ځای سي.
د کندهار ولایتي چارواکي وايي چی کندهار ته د نړيوالو ځواکونو د عمومي قومندان، ملي امنیت د عمومي رئیس، کورنیو چارو وزیر او نورو دیپلوماتانو د سفر موخه د امنیتي حالت جاج اخیستل وه او دوی ورسره خپلي غوښتني هم په بېلا-بيلو برخو کي شريکي کړې .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه