د جي اووه غونډه؛ پر اقلیمي بدلون او له کرونا سره پر مبارزه خبري سوي دي

د جي اووه هېوادونو غونډه کي پر عدالت، د اقلیم بدلون او له کرونا وبا سره د مبارزې په اړه خبرې سوې دي. د راپورونو له مخي د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو حضوري غونډه د بوریس جانسون په خبرو پيل سوې ده او هغه ټینګار کړی دی چي د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته باید په عادلانه توګه د نړۍ په جوړولو کي مرسته وسي. نوموړي همدا راز ویلي چي کرونا وبا په ټوله نړۍ کي ختمولو ته اړتیا لري او د جي اووه هېوادونه باید له بېوزله هېوادونو سره د کرونا واکسین په ورکړه کي هر اړخیزه مرسته وکړي. همدا راز په نړۍ کي د تعلیم د ودي لپاره د مالي مرستو او د اقلیمي بدلون په برخه کي پر فعالیتونو هم په جي اووه غونډه کي خبرې سوې دي. د غونډې پرېکړه لیک تر اوسه نه دی صادر سوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*