بایډن او اردوغان خپله وروستۍ لیدنه ګټوره بللې ده

بايډن او اردوغان په سیمه کي پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبري کړي دي. اردوغان په بروکسل کي له بایډن سره تر لیدني وروسته ویلي چي ددوی خبري رغوونکي وې او په خبره یې هېڅ داسي مسئله د دواړو لورو ترمنځ نسته چي د حل وړ نه وي. بایډن هم د جزیاتو له شریکولو پرته خبریالانو ته ویلي چي د دواړو لورو ترمنځ خبري ګټوري وې. تر دې وړاندي اردوغان ویلي وو چي له بایډن سره به د افغانستان په اړه هم خبري کوي او په خبره یې دوی په دغه هېواد کي د مسئوولیت منلو ته تیار دي. خو تر لیدني وروسته یې په دې اړه جزیات نه دي شریک کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*