کرونا ویروس؛ نیویارک او کالیفورنیا کي بندیزونه لری کړل سول

امریکا کي په دوو سترو ایالتونو کي د کرونا له امله ټول لګول سوي بندیزونه لرې کړل سوي دي. امریکایي حکومت ویلي په کالیفورنیا او نیویارک کي یې د کرونا اړوند ټول بندیزونه لري کړي دي. امریکایي حکومت ویلي دغه پرېکړه وروسته تر دې وسوه چي په یادو لویو ایالتونو کي د مثبتو پېښو شمېر تر ټولو ټيټي کچي ته را ورسېده او نږدې ۷۰ سلنه وګړو ته لږ تر لږه یو ځل د کرونا ضد واکسین ورکړل سوي دي. نیویارک او کالیفورنیا له هغو ایالتونو وو چي کرونا ویروس پکښي تر نورو لومړی خپور سو او تر ټولو ډېري مثبتي پېښي هم په دغه ایالتونو کي ثبتېدې. خو دم ګړی پکښي ټول بندیزونه لري سوي او خلک نورمال ژوند ته راګرځېدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*