سفر بې څه نه وي؛ امريکا ته د غني سفر پاکستان بې تابه کړی دی

د هيواد روانه سياسي او امنيتي بې ثباتي د دې لامل سوې ده چي خلک د خپل ژوند په اړه نور هم انديښمن سي. له يوې خوا د امريکا او طالبانو تر منځ تر تړون وروسته د جنګ شدت او تر شلو د ډيرو ولسواليو سقوط او له بلي خوا د حکومت او طالبانو تر منځ سوستي خبري هغه مسلې دي چي نه يوازي يې انديښنې ډيري کړي او هره ورځ جګړه سختيږي،له بلي خوا يې د افغانستان د راتلونکي په اړه له خلکو لاره ورکه کړې ده. امريکا ته د ولسمشر غني سفر د اوس مهمه سياسي موضوع ده چي په اړه يې هم د خلکو تمي ډيري دي او هم يې پاکستان خورا ناراحته کړی دی،ځکه دا دوه مخی هيواد وېره لري چي ممکن غني هلته داسي اسناد وړاندي کړي چي د پاکستان په اړه د امريکا ذهنيت خراب او د دوی باور خورا سخت زيانمن کړي. اوس داسي راپورونه هم سته،چي امريکا غواړي په سيمه کي د خپلو ګټو د خونديتوب دپاره د ډورنډ کرښې په غاړو کي فوځي اډې جوړي کړي،څو هر څه له دې ځايه کنټرول کړي او خپل حضور پياوړی وښيې. د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چي هره ورځ د امریکايي هلیکوپترو لسګونه الوتنې ترسره کیږي او له افغانستانه تجهیزات یادو سیمو ته منتقل کوي. د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو ویلي چي ځینو پاکستاني دولتي کارکوونکو ورسره تماس نیولی او ورته ویلي یې دي چي حکومت یې په پام کي لري د ګومل ولسوالۍ سره جوخت هغې خوا ته هوايي ډګر جوړ کړي، حتی له دوی یې د کارګرو د ورلیږلو غوښتنه هم کړې ده. کله چي د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بایډن قدرت ته ورسېد ور سره دا اندېښنې هم پیدا سوې چي د نوموړي پاکستان پلوه سیاستونه به د افغانستان په زیان تمام سي. جو بایډن هغه وخت چي د بارک اوباما مرستیال ؤ هم د دې پلوي کوله چي د امریکايي پوځیانو شمېر دې په افغانستان کي حد اقل ته را ټیټ سي او د افغانستان چارې دې ګواکي پاکستان ته په قرارداد ورکړل سي. اوس نوموړي د واک ترلاسه کولو سره سم دا اعلان وکړ چي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر یوولسمه به پرته له کومه شرطه خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. فعلاً چي د امریکايي اډو د تخلیې کار روان دی دا رپوټونه چي ګواکي د یادو اډو تجهیزات له ډیورنډ ها خوا منتقل کیږي او هلته پرې پوځي تأسیسات جوړیږي ښيي چي د امریکا او پاکستان ستراتیژیکه همکاري په لوړه کچه جریان لري او ورسره دا اندیښنې را پیدا کیږي چي امریکا به پاکستان ته په افغانستان کي د نفوذ زمینه برابره کړي. په واقعیت کي خبره دومره ساده هم نه ده چي د بایډن په شخصي سلیقه پورې وتړل سي. دا دومره لوی او د ستراتیژیکو ابعادو درلودونکی تصمیم دی چي د بایډن څو میاشتنۍ ولسمشرۍ پورې محدود نه پاتې کیږي. پاکستان چي د شوروي اتحاد د مخنیوي لپاره انګریزانو منځته راؤړ د امریکا د ځواکمن کيدو سره خپل دغه حیثیت وساته. په همدې دلیل پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په وخت کي پاکستان د امریکا او غربي نړۍ اډه وه چي د شوروي ضد یې تر هغه وخته وکاروله څو کمونیستي امپراطورۍ کاملاً را ونړېده. د کال ۲۰۰۱ سپتمبر له پېښې وروسته هم کله چي د امریکا پښه افغانستان ته را خلاصه سوه له دې سره سره چي ظاهراً پاکستان د امریکا د دښمنانو یعنې طالبانو او القاعده ملاتړی هیواد ؤ خو د اسلام آباد همکاري له امریکا سره لکه د پخوا په شان په دوستانه ډول دوام وموند او ګڼ شمېر طالب مشران او د القاعده غړي پاکستان د پراخ ملاتړ په بدل کي پر امریکا خرڅ کړل. که څه هم چي امریکا ځان د افغانستان ستراتیژیک ملګری باله، مګر د تروریزم له پالونکي پاکستان سره یې پراخې مالي او تسلیحاتي مرستې جاري وساتلې، لکه ولسمشر ټرمپ چي اعتراف وکړ واشنګټن په دې کلونو کي تر ۳۵ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې اسلام آباد ته ورکړې. پر دې سربیره هغه پوستې چي امریکايي عسکرو له طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کي نیولې وې د همدوی لخوا پاکستاني عسکرو ته وسپارل سوې، پر ډیورنډ اغزن تار د پنتاګون په پیسو وغځول سو او داسې نور. اوس چي د ډیورنډ ها خوا قبایلي سیمو کي امریکايي او پاکستاني پوځي تأسیسات جوړیږي یو وار بیا د پاکستان تقویه کول او د افغانستان د حق تر پښو لاندې کول دي چي امریکا یې تر سره کوي. افغانستان ډیورنډ کرښه منلې نه ده او په هاخوا سیمو د مالکیت دعوه لري. د امریکا لخوا د پاکستان په همکارۍ د یادو تأسیساتو جوړول د امریکا له لوري د افغانستان د تاریخي حق تر پښو لاندې کول دي. دا کار په داسې وخت کي ترسره کیږي چي په کابل کي په امریکا تړلی حکومت حاکم دی، د طالبانو مشران یا په دوحه یا په کوټه او پیښور کي یرغمل نیول سوي او په افغانستان کي جگړه روانه ده. یعنی افغانان د خپل حق پوښتنه نه سي کولای. په قبایلي سیمو کي پاکستاني او امریکایي اډې جوړول د افغانستان خلاف عمل او زموږ د حق غصبول دي. موږ دا حق ځانته خوندي ساتو چي هر وخت یې پوښتنه او د اعادې غوښتنه وکړو.ولسمشر غني ته په کار ده،چي امريکا ته د خپل سفر پر مهال دې مهمي او د افغانستان په راتلونکي پسي تړلي موضوع ته جدي لمړيتوب ورکړي،ځکه پآکستان به داسي حرکات تر سره کړي او امريکا به يې هم ملاتړ وکړي،دا نه يوازي چي د امريکا ستره تيروتنه به وي،بلکه افغانستان به داسي يوه بڼه خپله کړي لکه پاکستان چي محاصره کړی وي،امريکا ته د ولسمشر غني د سفر په اړه د پاکستان لويه وېره همدا ده چي،غني په خپل سياست د پآکستان دا پلان بدل نه کړي او پاکستان بې پلانه پاته نه سي. پاکستان په خپل ټول توان هڅه کوي،چي د ولسمشر غني د سفر ليدلوری ځان ته معلوم او هغه سياست له منځه يوسي چي غني يې د دوی په وړاندي کاروي. اوس غوښتنه دا ده چي د ولسمشر غنې له دې سفر څخه خورا اهمه ګټه پورته سي، دحکومت،اپوزیسيون،سياسيونو او ټول ملت يو واحد ږغ اوچت وساتل سي او د پاکستان او امریکا دې ګډ پلان ته چي په لوی افغانستان کي دننه اډې جوړوي خنثی کړي. طالبانو ته هم پکار ده،چي د دا ډول کړنو مخه ونيسي او که يې ونه ونيسي دا به د وطن او خلکو سره خورا لويه جفا وي. وطن اوس يوه واحد سياست، قوي ډيپلوماسۍ او د وطن ژغورني دپاره يوه خورا حساس او مهم احتياط ته اړتيا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*