حامد کرزی: امریکا په جګړه کي ښکيل هېواد شاته پرېږدي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چي د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په مټ د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته واک ته ورسېد په افغانانو د تېرو سوو کړاوونو ملامتیا د بهرنیو په حضور واچوله.حامد کرزي ویلي امریکا په افغانستان کي ناکامه سوې او په جګړه کي ښکيل او کړېدلی هېواد شاته پرېږدي.کرزی زیاتوي د هغوی د حضور په خاطر موږ نن دا حال لرو، ځکه موږ دا شرایط نه‌غواړو. موږ له دې بدبختیو سره چي نن مخ یو نه‌ غواړو چي نوردوام ورکړو.حامد کرزی دا خبري داسي مهال کوي چي ټاکل سوې ده چي د سپټمبر تر یوولسمي نیټې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*