وکیلان : د ولسوالیو پرسقوط اومعامله باندي د حکومت چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده

د ولسي جرګې غړو په هېواد کي د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده او امنیتي ادارې یې په بې کفایتۍ تورني کړي دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډي په امتیازي ساعت کي د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې ده او وایي چي ولس د ځواب په تمه دی. وکیلانو وویل داسي ښکاري چي د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده. د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت مسئوولیت دی چي ژر تر ژره خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړي. د ولسي جرګې غړو دغه راز په امنیتي ادارو کي وروستۍ ګومارنې او ادلون بدلون هم د خندا وړ بللی دی او په خبره یې حکومت یوازي ثابتي سوي او تکراري څېرې چي پخوا یې هم لاس ته راوړني نه دي لرلي له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلوي او پر نوو چوکیو یې ګوماري. دوی همدا راز له ولسمشر وغوښتل چي ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کي وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*