په هلمند ولایت کي ۵۹ تنه وسلوال طالبان وژل سوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کي وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلي اوښتو خبر ورکوي.د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وایي، افغان ځواکونو تېره ورځ د هوایي قواوو په ملاتړ د هلمند اړوند بولان کلا، نهرسراج، ګرمسیر، نادعلي او ناوې ولسوالیو کي د وسلوالو طالبانو پر ضد بریدونه کړي دي.د نوموړي په خبره د بریدونو په پایله کي د طالبانو د کلیدي قوماندانانو په ګډون، ۵۹ تنه طالبان وژل سوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.دی زیاتوي به دغو عملیاتو کي یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل سوي دي.چارواکي وایي، د هلمند ولايت په بېلابېلو برخو کي د دفاعي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري ترڅو ټولي سيمي په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکي سي.وسلوالو طالبانو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*