ولسمشرغني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ولاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه رسمي سفر په هدف تېره شپه د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ.له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کي د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کي د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.خبرپاڼه زیاتوي جمهور رئیس غني سره په دې سفر کي د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغي جوړي عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*