د ارزګان د یوې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته انتقال سو

افغان چارواکي وایي، د نظامي شورا د یوې پرېکړې له مخي یې د ارزګان شهید حساس ولسوالۍ د موثریت نه درلودولو له امله مرکز ترینکوټ ته انتقال کړې ده.په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه رسنیو ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په شهید حساس ولسوالۍ کي د ملي اردو یو کمپ چي د خلکو د امنیت په ساتلو کي موثریت نه درلود تخلیه او مرکز ترینکوټ ته انتقال سو.سرچینه وایی، د یادې ولسوالۍ سرتېري او تجهیزات د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لوا ته لېږدول سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*