اسرائیلو او امریکا د ایران پر وړاندي پر همکاریو هوکړه کړې ده

د اسرائیلو د استخباراتو رئیس چي دم ګړی په امریکا کي دی وایي، د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره یې کتلي دي او د دواړو لورو ترمنځ د ایران په اړه نوې هوکړي رامنځ ته سوي دي. نوموړي ددې هوکړو نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي د هوايي عملیاتو او نورو عملیاتي برخو کي دا همکارۍ بې مخیني دي. اسرائیلي چارواکو ویلي چي دوی له امریکا سره پر نورو خبرو هم بوخت دي او ښایي ډېر پرمختګونه رامنځ ته سي. دا راپورونه داسي مهال ورکول کيږي چي اسرائیل له ایران سره د اټومي هوکړې د بیا فعالېدو مخالف دي. بلخوا بیا همدا تېره ورځ هم د ایران د اټومي فعالیتونو پر یوه مرکز برید سوی دی خو په اړه یې کره جزیات نه دي ورکړل سوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*