ولسمشرغني: امریکا ته زموږ سفر ګټور او له لاسته راړونو ډک وو

ولسمشر غني په واشنګټن کي په یوه خبري کنفرانس کي یو ځل بیا پر طالبانو ږغ وکړ چي له جګړو لاس واخلي او د سولي له پروسې سره یو ځای سي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چي امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چي دوی ورسره منلې ده. نوموړي همدا راز ویلي چي د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې کتلي دي او دوی ډاډ ورکړی چي له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوام کوي. ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چي د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکي پیاوړي دي او له ولسمشر جو بایډن سره یې په کتنه کي ددې اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی. هغه یو ځل بیا افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندي د هر ډول مبارزې وړتیا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*